خبرونهسیمه

پښتونخوا کې خلکو د تېرې شپې هوايي بمباریو په غبرګون لاریون کړی

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د خیبر پښتونخوا د باړې مشهور بازار تیراه  د تېرې شپې هوايي بمباریو په غبرګون کې تړل شوی او سلګونه خلکو لاریونونه کړي دي.

ځايي خلک وايي، په بېګاني برید کې د سیمې خلک په قصدي ډول په نښه شوي دي.

دوی عاملینو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.

د راپورونو پربنسټ بېګاه د شپې ناوخته په تیراه کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوايي بمباریو ۲۴کسان وژل شوي دي.

ځايي خلکو ویلي، چې په یادو بمباریو کې پنځه کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او په وژل شویو کې ښځې اوماشومان هم شامل دي.

د دې برید په اړه تر اوسه رسمي سرچینو څه نه‌ دي ویلي.