خبرونهنړۍ

ټرمپ سره د خبرو اترو لپاره د کیم جونګ اون شرط

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، چې د امریکا سره د خبرو اترو لپاره په مشروط ډول چمتووالی لري.

هغه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینکار کړی، چې شمالي کوریا له خپلو اټومي وسلو نه تېرېږي، ځکه دا یې د دفاع یوازینۍ ضمانت دی.

کیم جونګ اون زیاته کړه، که امریکا د اټومي وسلو د پرېښودو غوښتنه پرېږدي، نو له ټرمپ سره خبرې کېدای شي.

هغه دا هم وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې ښې خاطرې تړلې دي.

ټرمپ تر دې وړاندې د جنوبي کوریا ولسمشر سره لیدنه کې هیله ښودلې وه، چې د شمالي کوریا رهبر سره هم لیده کاته وکړي.