خبرونهنړۍ

چین د ساینس او ټکنالوژۍ برخه کې پوه ځوانانو ته د “K” ویزې اعلان کړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د راپور له مخې، چین هېواد د ساینس او ټکنالوژۍ برخه کې پوه او متخصصو ځوانانو لپاره د “K” په نوم ویزې اعلان کړې، چې د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه به رسماٌ عملي شي.

چینایي رسنۍ وایي، د دې ویزې له لارې وړ شرایط لرونکي کسان به د داخلېدو، استوګنې او بیا بیا تګ راتګ اسانتیا په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

دغه راز به د “K” ویزې لرونکي وکولای شي په زده‌کړو، کلتور، ساینس او ټکنالوژۍ او سوداګریزې څېړنو کې ګډون وکړي، او ورته به د بلنې اړتیا نه وي.

د چارواکو په وینا، دا ګام د نړیوالو علمي استعدادونو د جلبولو او د نړیوالو همکاریو د پراختیا لپاره اخیستل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر د کډوالۍ د محدودولو لپاره د “H-1B” کار ویزې کلنۍ فیس ۱۰۰ زره ډالره وټاکه.

ټرمپ د دغه ویزې نوې تګلاره د اجرائیوي فرمان له لارې اعلان کړه.