
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د ړنګېدو وروسته په لومړي ځل د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کیږي.
د یاد هېواد د ولسي شورا د ټاکنو سترې کمېټې اعلان کړی، چې د ولسي شورا د غړو لپاره به د رایې اچونې بهیر د اکتوبر په ۵مه نیټه ترسره شي.
د را پورو له مخې؛ د سوریې د پارلمان د ۲۱ څوکیو څخه به یې یو پر درېیمه برخه غړي یې د دغه هېواد د انتقالي حکومت د مشر احمدالشرع لخوا وټاکل شي.
د کلونو کورنۍ جګړې وروسته، تېر کال د دسمبر په میاشت کې یاغي وسلوالو د حکومتي ځواکونو پر وړاندې ستر برید ترسره کړ او د بشارالاسد حکومت یې نسکور کړ.
باغیانو په بېلابېلو ښارونو کې تر پرمختګ وروسته، د دسمبر پر ۸ نېټه د پلازمېنې دمشق کنټرول هم په لاس کې واخیست، چې له هغې وروسته بشارالاسد له هېواده وتښتېد.
د بشارالاسد له تېښتې وروسته د یاغي ډلې “تحریر الشام” د ملیشې مشر ابو محمد الجولاني په یوه بیان کې اعلان وکړ چې تر سولهیز واک لېږد پورې به پخوانی لومړی وزیر محمد غازي الجلالي ټول دولتي ادارې پرمخ وړي.










