افغانستانخبرونه

د تورخم دروازه بېرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

 ننګرهار کې د طالبانو د ولایت اړوند رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د تورخم دروازې د خلاصېدو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه کاږي، چې یاده دروازه نن سهار اووه بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه دروازه پرون دوشنبه پاکستاني لوري ته د انټرنیټي ستونزو له امله د مسافرو پرمخ تړل شوې وه.

دغه دروازه اوسمهال خلاصه او هېڅ راز ستونزه نشته.

پرون هم د کډوالو پرمخ د تورخم دروازه خلاصه وه ، خو یوازې د قانوني تلونکو مسافرو پرمخ تړل شوې وه.

تورخم دروازه له کلونو راهیسې په بیلابیلو بهانو د پاکستاني لوري له خوا تړل کېږي، چې د تړل کېدو پرمهال مسافر له سختو ستونزو سره مخ وي.