حکمتیار: د افغانستان فضا د امریکا په لاس کې ده، له کوم ډار پرته بګرام نیولی شي

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال
د حزب اسلامي د ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د بګرام د نیولو په اړه د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستيو څرګندونو په ځواب کې ويلي چې د بګرام اډې د نيولو هيله به د امریکا په سقوط پای ته ورسېږي.
هغه ويلي، د افغانستان فضا اوس هم د امریکا په واک کې ده او امریکا کولی شي چې په رڼا ورځ له کوم ډار او مقاومت پرته د بګرام هوايي اډه تر کنټرول لاندې راولي.
حکمتيار پر خپله اېکسپاڼه په همدې تړاو تازه خپله کړې مقاله کې يادونه کړې چې ټرمپ د بګرام د نيولو نیت د خپلې اتلولۍ لپاره کوي خو دا کار به يې په تاریخ کې په ډېر بد نوم ياد کړي.
هغه لیکلي: ((ټرمپ په لندن کې د برتانیا له لومړي وزیر سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې؛ دا څرګنده کړه چې د بګرام د نیولو هیله یې سر ته رسیدلې ده؛ هغه غواړي په دې اسانه خو لیوني عمل سره د اتل لقب ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې د غزې د نیولو او د هغې د ښکلي ساحل جوړولو غوښتنې هغه ته د هغه وخت د هټلر لقب ورکړی دی.))
د حزب اسلامي مشر ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي چې تاسو په خپل نیت کې ټینګ او جدي یاست، او تاسو د هغې د بدو پایلو څخه ویره نلرئ؛ مګر پوهیږئ چې دا پالیسۍ به د امریکا په سقوط پای ته ورسیږي او تاریخ به تاسو ته د ستاینې وړ فاتح نه، بلکې د امریکا برژنیف لقب درکړي.
هغه د بګرام په هوايي اډه کې د امریکايي پوځي حضور د بیا پیل په اړه د طالبانو او امریکايي دپيلوماتانو د خبرو اترو په اړه د امریکایي رسنيو د ادعا په اړه لیکلي: ((شاید د دوی هدف دا وي چې د بندیانو د خوشې کولو په پلمه یو امریکایي پلاوی کابل ته سفر وکړي او د اسلامي امارت د دفاع وزیر دوحې ته سفر وکړي.))
دی زیاتوي چې طالبانو په کلکه دا ادعا رد کړه او د دغې ډلې يو شمېر مشرانو په دې اړه سپینې خبرې وکړې چې نه يې د بګرام په اړه خبرې کړي او نه بګرام په اړه معامله کوي؛ خو د لندن له سفر وروسته ټرمپ په يو پيغام کې وويل که طالبان بګرام ونه سپاري له بد برخلیک سره به مخ شي.
د حزب اسلامي مشر يادونه کړې چې ټرمپ پر ایران د برید کولو دمخه هم دا سخت غږ کارولی و! د بګرام معامله د هغو کمونستانو څخه توپیر نلري چې افغانستان یې شوروي اتحاد ته وپلورلو او سیکولرانو له امریکا سره د ستراتیژیک امنیتي تړون لاسلیک کولو څخه؛ ایا دا ممکنه ده چې د دې دوو بدمرغه او ذلیل ډلو پرته بل څوک به دا تاریخي شرم ترسره کړي؟!.
حکمتیار وايي، ټرمپ ځکه د بګرام نيول اړین بولي چې دا د چین د اټومي تاسیساتو مرکز ته نږدې موقعیت لري؛ کوم چې یقینا د چین پر وړاندې د جګړې اعلان په څیر دی او دغه اعلان ته سمدستي د چین غبرګون هم دا تحلیل تایید کړ.
خو حکمتیار په دې باور دی چې امریکا د افغانستان د بیا نيولو لپاره بګرام ته اړتیا لري، نه چین سره د مقابلې لپاره ځکه چین سره د جګړې لپاره امریکا په تایوان او سويلي کوریا کې دوه نورې سترې پوځي اډې لري.
هغه امريکا ته په خطاب کې ويلي که چې خپل زور له چین او روسیې سره په مستقیم ډول وازمايۍ د افغانستان او مظلوم غزې په څېر جنګ ځپلي هېواد سره خپل ځواک مه ازموئ؛ دا ستاسو لپاره ډېر شرم او سپکاوی دی.
حکمتیار وايي، هيڅوک نه غواړي او نه حق لري چې بګرام امریکا ته وسپاري او نه يې د سپارلو حق لري او امریکا ته دا اړتیا هم نشته چې د ایران په څېر د شپې لخوا په پټه برید وکړي، ځکه د افغانستان فضا اوس هم د امریکا تر اشغال لاندې ده او په ښکاره کولی شي چې په رڼا ورځ بګرام تر کنټرول لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د پوهنې وزیر هم دوه ورځې وړاندې په پکتیکا ولایت کې يوې غونډې ته د وينا پرمهال ويلي وو چې د افغانستان فضا اوس هم د امریکا تر اشغال لاندې ده.
هغه یادونه کړې وه چې که امریکا وغواړي نو بګرام او هر ځای نیولی شي او يادونه يې کړې وه چې د نړۍ له ځواکمنو سره مقابله يوازې په عصري علومو کېدلی شي.










