افغانستانخبرونه

غور کې د څه باندې ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو شبکې جوړېږي

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې په غور ولایت کې د ۱۲٫۶ میلیون افغانیو په لګښت د دریو شبکو جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا شبکې د غور په «دولت‌یار» او «دولینه» ولسوالیو کې جوړېږي، او ۵۰۰ کورنیو به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. 

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو شبکو کې د پاکو اوبو (۵) ذخیرو جوړول، د (۲۸۳۴۰) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۳۱۸) شیردهنونو او (۸) سولر تختو نښلول شامل دي.

د سرچینې په وینا چې د دې شبکو د جوړولو پرمهال به لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ د څښاک اوبو ورته شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې وې.