خبرونهسیمهنړۍ

د ایران مذهبي:له فشارونو سره سره د خپلو یورانیمو غني کېدو ته دوام ورکوو

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ایران به د لویدیځو هېوادونو له فشارونو سره سره د خپلو یورانیمو غني کېدو ته دوام ورکړي.

نوموړي پرون سه شنبه په یوې ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، دا یوه مهمه او لانجمنه موضوع ده چې له څو هېوادونو په ځانګړې توګه په تېره بیا له امریکا سره پرې اختلافات راغلي.

دی وايي، امریکا د ایران یورانیمو غني کېدو مخنیوی غواړي په خبره یې، دوی به په دې برخه کې هېڅ فشار ته تسلیم نه شي.

نوموړي دا هم ویلي، زموږ دریځ روښانه دی، «ایران اټومي وسلې نه غواړي» او زیاته کړې ده، چې امریکا سره په دې تړاو خبرې بې ګټې او په اوسني شرایطو کې زیان رسوونکې دي.

خامنه اي وايي، واشنګټن مخکې له مخکې د مذاکراتو پایله ټاکلې «په ایران کې باید د یورانیمو غني کول بند شي» دې ته په غبرګون یې زیاته کړې، دا مذاکرات نه بلکې تحمیل دی.