
کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې نن د آسیا کپ د غوراوي پړاو سیالیو په خپلې دویمې لوبې کې د کوربه میانمار پر وړاندې ولوبېد.
افغانستان ملي لوبغاړو په دې لوبه کې د یوې پیاوړې نندارې په ترڅ کې میانمار ته، اته پر صفر په زړه پورې ماتې ورکړه.
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې مالدیف ته ماتې ورکړې وه، چې د خپلې دویمې بریا په ترلاسه کولو سره ۶ امتیازه تر لاسه کړل.
افغانستان په دغه امتیازونو او بریاوو سره د سیالیو بل پړاو ته لاره پیدا کړه.










