افغانستانخبرونه

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان هرات کې پر رسنیو محدودیتونه وغندل

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو له خوا په هرات ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د منع کولو نوي اقدام غندلی دی.

دې سازمان د دې پرېکړې د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې چې دا اقدام نه یوازې د بیان ازادي نقض کوي، بلکې ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو ته هم لوی زیان رسوي.

د امسو په وینا، طالبان د داسې اقداماتو له لارې د رسنیو اصلي رول له خپلې لارې اړوي.

دې سازمان ټینګار کړی چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو منع کول د رسنیزو معیارونو او د بیان د ازادۍ له اصولو سره سمون نه لري.

د طالبانو امر بالمعروف ادارې پرون په هرات ولایت کې د رسنیزو فعالانو په غوښتلو سره د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع اعلان کړل.