
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د یادې ډلې د عدلیې ریاست په ګډون یو شمېر نورو ادارو د کورونو د کرایو لوړېدو اړوند شکایتونه څېړلي دي.
دوی وایي، هېڅوک اجازه نهلري چې تر ۱۰سلنې کرایه لوړه کړي.
د طالبانو د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، که هر څوک له دې کچې کرایه لوړه کړي نو د سرغړونې په تور به یې طالبان خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني.
همدا راز ویل شوي، چې په یوې ناسته کې د جلالاباد ښار اړوند د معاملاتو لارښود د لسو بېلابېلو کورونو کرایې هم ارزول شوې دي.
د طالبانو په وینا؛ دوی به د جلالاباد ښار په ټولو ناحیو کې د معاملاتو لارښود دفترونو ته ورشي او د کرایو د کنټرول څارنه به وکړي.
دغه اقدامات په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان ته له پاکستان او ایران نه د کډوالو ستنېدو سره سم د کورونو کرایې په بېسارې توګه لوړې شوې دي.
جلالاباد ښار کې بیا له پاکستان نه تازه ستنو شویو کورنیو له کبله د کرایې کورونه په اسانۍ نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي؛ نو کرایې یې خورا لوړې وي.
نیوکې دا دي، چې طالبانو په بېلابېلو وختونو کې د کورونو د کرایو د کنټرول خبره کړې؛ خو هغه ډول چې په کار ده، دغه مسالې ته یې رسېدنه نهده کړې.
د کورونو کرایې داسې مهال لوړېږی، چې افغانان د طالبانو په واکمنۍ کې له بشري ناورین، اقتصادي ستونزو، بېرزوګارۍ، فقر او له سختې لوږې سره مخ دي. ملګرو ملتونو هم پر دغه وضعیت جدي اندېښنه ښوولې ده.
بل لورته بیا د کډوالو ترڅنګ دلته له پخوا نه په کرایي کورونو کې مېشت خلک هم د کړایو لوړېدو ته اندېښمن دي.
ځينې ښاریانو له کابل تیلیګراف وېب پاڼې سره په خبرو کې وویل چې، له کلونو په هغو کورونو کې پراته دي چې کرایه ورکوي خو اوس پرې د کرایې د لوړېدو غږ شوی دی.
د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې یو اوسېدونکی عبدالله وایي: « زه له ۶ کلونو په خپل کور کې اوسم ۵ خونې لري ۷ زره افغانۍ د میاشتې کرایه ورکوم، اوس یې خاوند راغلی وایي ۱۳ زره به راکوې که نه له کوره ووځه.»
نوموړي له طالبانو هیله کړې چې د رهنمای معاملاتو او د کورونو مالکان چې پر خلکو له دې فرصته په استفادې ظلم کوي سخت کنټرول او د سرغړونې په صورت کې سزا ورکړي.










