
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
خوست کې د طالبانو ځایي مسولین وایي، د روانې تلې میاشتې له ۴مې سبا جمعې ورځې وروسته د لنډ مهال لپاره له خوست نړیوال هوايي ډګر څخه د «کام اېر» شرکت الوتنې ځنډول کېږي.
د طالبانو د ولایت ویاند مستغفر ګربز دا ځنډ د اصولو او اړتیاوو له مخې بللی دی.
نوموړي ویلي چې هره الوتکه په کال کې یو ځل د تخنیکي معاینې (چېک) اړتیا لري.
د خوست مسوولینو دا چاره د مسافرو لپاره د اندېښنې وړ نه ده بللې او په وینا یې چې الوتنې به د اړینو تخنیکي چارو تر بشپړېدو وروسته بېرته پیل شي.
د ویلو ده چې له خوست هوايي ډګر څخه په کور دننه او یو شمېر هېوادونو ته مستقیمې الوتنې کېږي. پروسږ کال له یاد هوايي ډګر څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته هم مستقیمې الوتنې پیل شوې وې.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې دا تخنیکي ځنډ به څومره وخت وي، خو د ځايي مسوولینو دا ځنډ د لنډمهال لپاره بللی دی.










