افغانستانځانګړي برخهراپورونه

د برېښنايي سیګرټ( قیلون )زیانونه او پرې د افغان ځوانانو روږدي کېدل

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هېوادونو د برېښنايي سیګرټو ( قیلونونو) د زیاتېدونکي له کبله، چې د ویپ په نوم پېژندل کېږي، محدودیتونه وضع کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د دې سیګرټو په اړه، چې ډېر ښکلو رنګینو پوښونو کې ځای پر ځای شوي او د خوند له اړخه لږ تر لږه ۱۶۰۰۰ ډوله خوندونه لري.

د بي بي سي په راپور کې یاد سازمان وايي، په ډېرو هېوادونو کې ماشومان او تنکي ځوانان د لویانو په پرتله دا سیګرټ ډېر څکوي.

تر دې دمه وروستی هېواد، چې دې برخه کې یې بندیزونه اعلان کړي بریتانیا ده.

دې هېواد د روانې جون میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د یوځل کارېدونکو برېښنايي سیګرټو پلورل او عرضه کول بند کړل.

هغه دوکانداران، چې په انګلنډ کې د دې قانون ماتولو په تور ونیول شي له زیاتې جریمې سره مخامخېږي او که دا چاره بیا ځلې ترسره کړي نو تر دوو کالو د بند سزا به ورکړل شي.

د بریتانیا حکومت تمه لري، چې یوځل کارېدونکو ویپونو ته د لاسرسي محدودول به چاپېریال ته پېښ زیان کم کړي او د ماشومانو په منځ کې به د ویپ څکولو مخنیوی وکړي.

څېړنو ښودلې ده، چې ویپ څکول د سیګرټو د څکولو پرتله خورا لږ زیان رسونکي دي، چې تمباکو، تار، او یو شمېر نور زهرجن، سرطان رامنځته کونکي کیمیاوي توکي لري.

خو ویپ څکول په اوږد مهال کې کېدای شي سږو، زړه او مغزو ته زیان ورسوي.

ځینې طبي متخصصین دا یوازې د هغو لویانو لپاره د مرستې په توګه وړاندیز کوي، چې د سیګرټ څکولو پرېښودو هڅه کوي.

د برېښنايي سیګرټو لوګی هم د روږدوونکي مادې نیکوتین په ګډون یو څه اندازه کیمیاوي مواد لري.

د بریتانیا د روغتیا او ټولنیزې پاملرنې اداره وايي: “برېښنايي سیګرټ څکول کېدلی شي هغو لویانو لپاره ګټور وي، چې غواړي له عادي سیګرټ څکولو څخه لاس په سر شي خو موږ تل دا روښانه کړې، چې ماشومان او هغه لویان، چې د سیګرټ څکولو عادت نه لري باید هېڅکله هم برېښنايي سیګرټ ونه څکوي. “

د دې لپاره، چې د برېښنايي سګرټو د څکولو په بشپړو اغېزو پوه شوو نورو څیړنو ته اړتیا ده، خو د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړ، هغه “ګواښوونکې نښې” د برېښنايي سګرټو له کبله رامنځ ته کېږي مخ په ډېرېدو دي.

بل لورته په افغانستان کې هم د دغه سګرټ مینه وال زیات شوي او تر ډېره تنکي ځوانان په دې اخته شوي دي.

د نظر خاوندان او روغتیاپالان له طالبانو هیله کوي چې، د دا ډول سګرټو پر کارولو کلک بندیز ولګوي او کاروونکو ته یې سخته سزا ورکړي.

دوی وایي، ډېری ځوانانو کې له دې امله د ناروغۍ یادې نښې لیدل شوي خو څوک یې مني نه.

د نظر خاوندان زیاتوي که د دې سګرټو مخنیوی وشي نو له یوه پلوه به روغتیایي ګټې ولري او بل لورته به بیا ځوانانو د بې ځایه لګښت مخه ونیول شي.

دوی وایي په بازار کې د دې سګرټو بیې هم د نورو په پرتله څو چنده لوړ دي.