افغانستانخبرونهسیمه

اسحاق ډار: افغانستان اوس هم موږ ته لویه اندېښنه ده

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (د تلې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه د اسلامي همکاریو سازمان کلنۍ غونډې ته د اسحاق ډار وینا خپره کړې ده.

په دې وینا کې راغلي، چې افغانستان اوس هم زموږ لپاره لویه اندېښنه ده.

ډار زیاته کړې چې باید ژر تر ژره د پاکستان او افغانستان اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي.

ډار په خپله وینا کې زیاته کړې، باید طالبان هیچا ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره استعمال کړي.

ډار ویلي، که طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو بندیز ولګوي، پاکستان به د خوندي، باثباته او هوسا افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

پاکستان تر دې وړاندې هم طالبانو ته خبرداری ورکړی وو چې، یا به د پاکستان حکومت ټاکي او یا هم پاکستاني طالبان هغه چې طالبانو په غبرګون کې وویلې چې، دوی له پاکستان سره عادي اړیکې غواړي او هېچاته به له افغان خاورې ګواښ نه وي.