کابل ټیلیګراف د تلې ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د رسنیو د راپورونو له مخې نن سهار شنبه (د تلې ۵مه) د اسلام اباد په بي ۱۷ښارګوټي کې یوې افغان مېرمنې ځان له ۹م پوړ څخه لاندې غورځولی او مړه شوې ده.
تر اوسه د دې کډوالې مېرمنې د ځان وژنې لامل نه دی څرګند او کورنۍ رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ځایي سرچینې بیا وایي، نن سهار یوې کډوالې مېرمنې د اسلام آباد بي ـ ۱۷ ساحې کاپيټل سکوایر نومې ځای د استوګنې بلاکونو له نهم پوړ څخه ځان لاندې وغورځوه.
سرچینه زیاتوي مېرمن سملاسي نږدې روغتون ته وړل شوې؛ خو وروسته یې ډاکټرانو مړینه منلې ده.
تر اوسه د دې مېرمنې د مرګ لامل نه دی څرګند شوی.تر دې مهاله دا هم نه ده معلومه چې دې مېرمنې خپله ځان وژلی او که دا یوه پېښه وه.
خو د راپورونو له مخې افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته سلګونه افغانان په اسلام اباد کې بهرنیو هېوادونو ته د تګ په انتظار دي.
ځایي سرچینې وایي کله چې ځینې یې د خپلې تمې خلاف د رد ځواب ترلاسه کړي بیا یوشمېر د ذهني فشار او کورنیو شخړو له امله ځان وژنې کوي.










