افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د اوبو رسولو د ۵ شبکو چارې پیل شوي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار ولایت مقام وایي، د دوی د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې په شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د یونیسف په څه باندې ۲۶.۶ میلیونه افغانیو لګښت د پاکو اوبو رسولو د ۵ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

د طالبانو د ولایت مقام رسنیو دفتر وایي، په دې پروژو کې د پنځو ژورو څاه ګانو کېندل، د ۲۰، ۴۰ او ۸۰ متره مکعب په ظرفيت د اوو ذخيرو او ۶۵۲ شيردهنونوجوړول او د ۳۰.۲ کيلومتره په اوږدوالي د پايپ غځول شامل دي. د دوی د معلوماتو له مخې؛ دغه شبکې به د سولري برښنا پرمټ ۱۷۵۰ کورنيو ته اوبه ورسوي.