خبرونهنړۍ

نتنیاهو: د فلسطین رسمیت‌پېژندل ځان‌وژنه ده او جکړه نه‌دروو

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنياهو ملګروملتونو ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې اسراییل به همدا اوس او تر هغه چې نيول شوي کسان بېرته راستانه نه‌شي، غزه کې خپل پوځي عملیاتو ته زور ورکړي.

هغه همدارنګه له هغو هېوادونو سره سخت مخالفت څرګند کړ چې د فلسطین دولت د پېژندلو ملاتړ کوي او دا چاره یې د اسراییل لپاره «د ځان‌وژنې» سره برابره وبلله.

نتنياهو په خپله وینا کې ویلي چې حماس لاهم په غزه کې حضور لري او د هغه په وینا، «موږ هڅه کوو د حماس پاتې عناصر له‌منځه یوسو.»

د نوموړي د وینا پرمهال د ګڼو هېوادونو استازیو د غونډې تالار پرېښود او پر نوموړي یې نیوکې او اعتراض هم وکړ. نتنياهو ژمنه وکړه چې د برمته شویو د راستنېدو او د حماس د ځواک له‌منځه وړو لپاره به تر وروستي بریده خپلې هڅې روانې وساتي.