
کابل ټیلیګراف – ۶ تلې ۱۴۰۴ لمریز کال
یو شمیر افغان خبریالان اطلاعاتو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځې په مناسبت وایي چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون شتون نه لري، د طالبانو له لوري پر دوی سخت محدودیتونه وضع شوي او دغه راز یې هر راپور او خپرونه یې سانسور کیږي.
د سپټمبر ۲۸ مه اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځې سره برابره ده.
د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر ۲۸مه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو لهخوا معلوماتو ته د مساوي او نړیوال لاسرسي په موخه د بشري حقونو او انساني کرامت د ودې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د ځواکمنو ټولنو د رامنځته کولو په موخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په نوم اعلان شوه او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠١٩م کال کې تصویب کړه چې په ډېری هېوادونو کې نمانځل کېږي.
یو شمېر خبریالان وایي، طالبان هغه مسایل له دوی سره شریکوي چې ګټې یې پهکې نغښتې وي، خو د څېړنیو راپورونو، د پېښو د جزییاتو او نورو خبري مساییلو په اړه له دوی سره معلومات نه شریکوي.
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال چې نه غواړي نوم یې خپور شي کابل ټیلیګراف ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې فعالې رسنۍ یوازې طالبانو ته تبلیغ کوي.
ده وویل کله کله داسې هم کیږي چې د خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې پر خبریالانو او د رسنیو پر مسوولینو په زوره نشروي.
د ده په خبره، پرته له هغې نور هیڅ اطلاعاتو ته لارسی نشته دی، او که څوک په دې برخه کې ټینګار وکړي نو طالبانو به یې زندان ته اچوي.
په پروان ولایت کې د یوې محلي راډیو خبریال هم وایي چې دوی له سختو بیلابیلو محدودیتونه سره مخ دي.
دی وایي چې اطلاعاتو ته لارسی خو شتون نه لري او او دې ستونزې سربېره هره ورځ نوي نوي محدودیتونه هم پر دوی وضع کیږي.
هغه زیاتوي چې دوی حتی اوس نه شي کولی چې د طالبانو له خوښې پرته اعلانونه هم خپاره کړي، خپرونې خو یې ټولې سانسور کیږي.
په کابل کې یو بل خبریال هم وایي چې رسنۍ دا دنده لري ترڅو حکومت خپل نیمګړتیاوو ته متوجې کړي او د رسنیو دنده دا نه ده چې طالبانو ته تبیلغ وکړي.
دی وایي چې رسنۍ اوس مهال د طالبانو خلاف هیڅ هم نه شي خپرولی.
د ده په خبره، له رسنیو پرته حتی شخصي خلک هم په پر خپله ټولنیزو پاڼو کې په دې اړه څه نه شي لیکلي او په وار وار خلک د طالبانو پر ضد د تبیلغ کولو پر تور نیول شوي دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر ولرو خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.










