کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې حکومت یې د مجرمو افغان کډوالو د ایستلو په اړه له طالبانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی کابل ته لېږي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې دا پلاوی به راتلونکې اکټوبر میاشت کې افغانستان ته راشي او له جرمني څخه د مجرمو افغانانو د ایستلو په اړه به له طالبانو سره خبرې وکړي.
ویل کېږي چې په دې پلاوي کې به د جرمني د کورنیو چارو وزارت چارواکي شامل وي.
په ورته وخت کې د جرمني کورنیو چارو وزیر «الکسانډر ډوبرنټ» ویلي چې له یاد هېواد څخه به مجرم افغان کډوال د چارټر پرځای په عادي ورځنیو الوتنو کې کابل ته ستانه کړای شي.
جرمني څه موده مخکې هم اعلان کړی و چې له طالبانو سره یې وروستۍ اړیکې یوازې په جرمني کې د مجرم افغان کډوالو په اړه دي او ښايي دوام ومومي.
د ویلو ده چې په وروستیو کلونو کې په جرمني کې د ځینو افغان کډوالو له لوري ځینې پېښې رامنځته شوې چې اوس یې جرمني د مجرمو د پېژندلو او ایستلو لړۍ پیل کړې ده.










