افغانستانځانګړي برخهراپورونه

اسلام اباد کې د طالبانو ضد غونډې غبرګونه راپارولي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د پراخو غبرګونونو سربېره په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت ضد څېرو دو ورځنۍ غونډه نن په داسې حال کې پيل شوه چې بیا يې هم د ځينو اړخونو غبرګونونه را پارولي دي. له دغې غونډې لومړی د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرده پورته کړه او بیا وروسته یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

که څه هم دغه غونډه د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې وه خو نن غونډه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پيل شوه. په دغه غونډه کې د طالب ضد افغان سیاسي جریانونو، مدني بنسټونو او  د ښځو د حقونو فعالان ګډونوال دي او موخه یې د افغانستان اوسني ناسم وضعیت ته د یوې مناسبې حل لارې موندل بلل شوي.

دغه ناسته د افغانستان د ښځو لپاره بنسټ (WFA) او په پاکستان کې د جنوبي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ په نوښت جوړه شوې.

د غونډې ګډونوالو ویلي، له دې دوه ورځنۍ ناستې یې موخه د افغانستان د سیاسي راتلونکې ارزونه، د افغان مېرمنو پر حالت او په راتلونکو بدلونونو کې د طالبانو د مخالفو جریانونو ونډه بلل شوې.

په تېر جمهوري نظام کې د پارلمان وکیله او طالب ضد څېره فوزیه کوفي چې د دغې غونډې ګډونوال ده، وايي، دا دوه ورځنۍ خبرې اترې د افغانستان د نارینه وو او ښځو یوه متنوع ډله سره راټولوي ترڅو د خپل هیواد د راتلونکي په اړه فکر وکړي.

هغې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: ((په افغانستان کې وضعیت د زغملو وړ نه دی، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره. معنی لرونکې رهبري، جامع او عضوي ریښتینې کیسې، او یو داسې سیسټم ته اړتیا ده چې خلک د پریکړې کولو په مرکز کې ځای په ځای کړي چیرې چې حقونو ته په مساوي ډول درناوی کیږي.))

یادې غونډې ته غبرګونونه

یو شمېر سیاسي څېرو او عامو خلکو د اسلام اباد ناسته د افغانستان د بیا ویجاړۍ لپاره یو دسیسه بللې او وايي، هر ځل چې پاکستان د افغان حکومت ضد څېرې راټولې کړي، په افغانستان کې شته نظام يې ړنګ کړی دی.

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ وکيلي ارین يون دغې غونډې ته په غبرګون کې ليکلي چې دغه ناسته هېڅ سیاسي، حقوقي او اخلاقي حیثیت نه لري، بلکې (په ډېران د سپو) راټولېدو ته ورته ده.

هغې زیاته کړې: ((نن په اسلام‌اباد کې د پنجاب سیاسي تشناب کاغذونه راټول شوي او فقط پنجاب پرې طالبانو ته خپل نفوذ ښایي.خو پنجاب خبر نه دی، چې افغان ملت له تور پنجاب او دغو لاس‌پوڅو د نفرت اوج کې دي.))

طالب پلوی لیکوال رحیم سکندر بیا وايي چې د دغو کسانو بخت ځکه خراب دی او د خلکو له بد چلند سره مخ شوي چې اوسمهال په افغانستان کې د پاکستان خلاف ذهنیت ډېر خراب شوی او هېڅ داسې کړنه چې د افغانستان پر ضد يې پاکستان ترسره کوي، هېڅ افغان ته د منلو وړ نه ده.

نوموړي زیاته کړې: ((یوازې دا لنډه‌غر مه رټئ چې ویل به یې که نړۍ کې مو هېڅوک غږ وانه وري، بیا هم له ازلي دښمن پاکستان مرسته نه غواړو او طالبان به یې پاکستانیان بلل. بلکې هغه پښتانه فرهنګیان، شاعران او خیاټان هم د رټلو دي چې ویل به یې د پاکستان پر لاره جنت ته هم نه ځو؛ د یارانو له راتګ مخکې اسلام اباد ته وتښتېدل، اوس هم هلته کمپونو کې دال نوشوي.))

افغان لیکوال او پخوانی خبریال واحد فقیري په دې باور دی چې دا ناسته به د طالب مشرانو د وینو فشار ښه جګ کړي او زیاتوي چې له ټرمپ سره د پاکستاني مشرانو ملاقات ډیر شکونه راولاړ کړیدي.

دی وايي: ((ایا د ټرمپ او شهباز-منیر ترمنځ د افغانستان په باره کي پټه معامله سوېده؟ ایا واشنګټن پاکستان ته دنده ورکړېده چي په کابل کي د یو سیاسي بدیل د جوړولو لپاره تیاری ونیسي؟))

خو پخوانی افغان چارواکی او سیاسي مبصر حلیم فدايي بیا په دې نظر دی چې په اسلام آباد کې د یووالي او باور په لور لومړۍ سیمه ییزه خبرې اترې یوه پر وخت هڅه ده.

هغه زیاته کړې: ((سره له دې چې افغانستان او پاکستان ترمنځ بې باوري ده – په ځانګړې توګه د پاکستان د تاسیس سره – د مشروع سیاسي مشرانو او ټاکل شویو حکومتونو په لور د پوځي پراکسي څخه هر ډول حرکت پرمختګ او ښه عمل دی، په دې شرط چې د اسلام آباد پروسې تر شا نیت هم صادق او صادق وي.))

د اسلام اباد ناسته نه يوازې د طالبانو د حکومت پر زیان ګڼل شوې بلکې د افغانستان په زیان ګڼل کېږي ځکه تېر کې د پاکستان دا ډول هڅو د افغانستان څو حکومتونه او نظامونه ړنګ کړي او بیا يې افغانستان له بربادۍ سره مخ کړی دی.