خبرونهراپورونهنړۍ

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر: طالبان زموږ سره د پرتلې وړ نه دي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، اسعد حسن الشیباني، له سي اېن اېن خبریال فرید زکریا سره په یوه مرکه کې، چې تېره پنجشنبه ثبت شوه او د یکشنبې په ورځ د بهرنیو اړیکو شورا له خوا خپره شوه، د سوریې د آزادۍ وروسته دوره د بیا رغونې، روغې جوړې او په هېواد او ټوله سیمه کې د سولې د بیا هڅو مرحله وبلله.

هغه د مرکې په یوه برخه کې د طالبانو د حکومتوالۍ طریقه ناسمه وبلله او په ټاکنو او په یوه هېواد کې د ټولو خلکو د رایې ورکولو حق باندې ټینګار وکړ.

الشيباني ټینګار وکړ چې سوریې یو ماشین یا روباټ نه دی، بلکې یو آزاد ملت دی چې شپېته کاله یې د پخواني رژیم تر تسلط لاندې رنځ کړی.

هغه وویل: کله چې د سوریې خلکو پرېکړه وکړه چې د سوله‌ییزو لاریونونو له لارې خپله آزادي او عزت وغواړي، موږ د دوی تر څنګ ودرېدو. موږ د سوله‌ییز انقلاب سرتېري وو. نوموړي یادونه وکړه چې د سوریې خلکو له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۴ کال د دسمبر د آزادۍ تر وخته پورې د ټولو ننګونو په وړاندې مقاومت وکړ.

هغه روښانه کړه چې د سوریې اوسنی سیاسي مسیر ښيي چې دا خوځښت یو خلکو پورې تړلی خوځښت دی چې ریښې یې د سوریې په کلتور او د انقلاب په ارزښتونو کې دي.

هغه د طالبانو د حکومتوالۍ له ماډل سره د پرتلې هر ډول فکر رد کړ او ويې ویل: «طالبان زموږ سره د پرتلې وړ نه دي».

نوموړي ټینګار وکړ چې د سوریې ماډل د هغې د تمدني تاریخ سره سمون لري او سوریایان د خپل ځان د استازیتوب وړتیا لري او د وارد شوو ایډیالوژیو اړتیا نه لري.

هغه په دې برخه کې په ضمني ډول د طالبانو د حکومتوالۍ طریقه او فکر ناسم او غیر قابل منل وباله.

الشيباني یادونه وکړه چې سوریې مخکې له دې د پراخ ملاتړ لرونکي اساسي قانون اعلامیه اعلان کړې او اوس د پارلماني ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي چې د دایمي اساسي قانون د جوړولو لامل به شي.

هغه وویل: هغه قانون چې د سوریې خلکو تصویب کړي، هماغه به پر سوریې حاکم وي. نوموړي زیاته کړه چې ځینې مادې کیدای شي د شریعت، دودونو او د ۲۰۲۵ کال له واقعیتونو څخه اخیستل شوې وي، خو موخه یو داسې نظام دی چې د سوریې د خلکو ریښتینی استازی وي.

هغه د باور بیا رغونې او د ورانې شوې ټولنې د درملنې اړتیا ته په اشارې سره وویل: موږ د پخواني رژیم په څېر نه یو. موږ غواړو سوریې یو واحد هېواد وي چې د ټولو سوریایانو استازیتوب وکړي. هغه په کلکه د فرقه‌يي سیمو یا فدرالي وېش نظر رد کړ.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې وسله باید د دولت تر کنټرول لاندې وي ترڅو د ګډوډۍ او تجزیې مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه: اوس باید یو ملي پوځ جوړ کړو چې د سوریې د خلکو استازیتوب وکړي، د هېواد له پولو دفاع وکړي او د هغه د ګټو ساتنه وکړي. نوموړي یادونه وکړه چې د مارچ میاشتې په تړون کې د سوریې په شمال ختیځ کې د وسله‌والو ډلو بشپړ ادغام په ملي پوځ کې شامل و.

هغه وویل چې دولت په ساحل کې په ۴۸ ساعتونو کې نښتې کنټرول کړې، د ملګرو ملتونو په ګډون یوه حقیقت موندنې کمېټه یې جوړه کړه او کورني او نړیوال ملاتړ یې ترلاسه کړ؛ دا د سوریې د کورنۍ سولې او حساب ورکولو ژمنتیا نښه ده.

د سویدا په اړه یې زیاته کړه چې بې‌نظمي د اسرائیل د مداخلې او د ځینو وسله‌والو ډلو له ادغام څخه د انکار له امله زیاته شوه، خو ټینګار یې وکړ چې د امریکا-اردن نوې لار نقشه پراخ ملاتړ ترلاسه کړی او موخه یې د ثبات بیا رغونه، بشري مرستو تضمین او د حساب ورکولو تأمین دی.

الشيباني اسرائیل تورن کړ چې له ۸ دسمبر ۲۰۲۴ راهیسې یې تاوتریخوالی زیات کړی؛ له ۱۰۰۰ څخه زیات هوایي بریدونه، ۴۰۰ ځمکني یرغلونه او د ۱۹۷۴ د جلا کولو تړون پر بنسټ د حائل زون په سیمو کې یې اشغال کړی.

هغه د اسرائیل د وتلو او د سوریې خلکو ته د مثبتو نښو د استولو غوښتنه وکړه، مخکې له دې چې د عادي کولو یا راتلونکو تړونونو په اړه بحث وشي.

هغه د امریکا پرېکړه چې ځینې بندیزونه لیرې کړي، هوښیاره او طبیعي وبلله او د پاتې بندیزونو، په تېره د سزار قانون په شمول، د بشپړې لغو غوښتنه یې وکړه.

هغه وویل: د بندیزونو لیرې کول یعنی ثبات، ثبات یعنی پرمختګ، او پرمختګ یعنی د سوریې خلک کولی شي پاتې شي، کډوال بېرته راشي او سوریې له یوه ګواښوونکي هېواد څخه په یوه باثباته او امن هېواد بدله شي.

الشيباني په خوشبینۍ سره وویل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به سوریې یو امن، باثباته او پر اقتصادي پرمختګ متمرکزه هېواد وي؛ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به سوریایان بېرته راشي او له ګاونډیو، اروپا او متحده ایالاتو سره به پیاوړې اړیکې جوړې کړي.

هغه په پای کې وویل چې له آزادۍ مخکې، د سوریې خلک حتی نه شوای کولی له یو بل سره د سیاست په اړه خبرې وکړي. اوس باید دوی ته فرصت او فضا ورکړل شي ترڅو په خبرو اترو کې ګډون وکړي او خپلې ستونزې پخپله حل کړي.