
کابل ټیلیګراف د تلې ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ ایران هېواد د بهمن چوبي (Bahman Choubi) په نوم کس اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.
د ایران دولتي رسنیو ویلي، دا مجرم په ایران کې د اسرائیلو لپاره په جاسوسۍ کولو کې تر ټولو مهم جاسوس و.
دولتي رسنۍ میزان د یوې اعلامې په ترڅ کې ویلي، د جاسوسۍ له لارې د موساد اصلي موخه د دولتي ادارو د معلوماتي بنسټونو ترلاسه کول او د ایران په معلوماتي مرکزونو کې خنډ رامنځته کول وو، چې دې جاسوس د برقیاتي وسایلو د واردولو په اړه هم معلومات ترلاسه کړي وو.
د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې د اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې په جریان کې په ایران کې د اسرائیلو لویه جاسوسي شبکه افشا شوې وه.










