
کابل ټیلیګراف د تلې ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په هلمند ولایت کې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې یو سوداګر د ناڅرګنده کسانو له لورې د چړو په وهلو سره وژلی دی.
سرچینې زیاته کړې، دغه کس عبدالودود نومیږي او د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه کې وژل شوی او جسد یې هم د د همدې ښار لسمې امنیتي حوزې اړند د بشران هدیرې ته څېرمه موندل شوی دی.
دغه سرچینه وایي، یاد کس د باباجي ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د مګړۍ په لښکرګاه کې د غنمو د پلور منډوي درلوده.
سیمه ییزو خبریالانو هم د یاد سوداګر د وژل کېدو انځورونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي، خو د دغه ډلې په واکمنۍ سره خپلسرې او د ناڅرګنده کسانو په نوم وژنې په پراخه کچه دوام لري.










