خبرونهلوبېنړۍ

د هند کرکټ ملي لوبډلې ته ۲۱۰ میلیونه هندي کلدارې نغدي انعام اعلان شو

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د هندوستان کرکټ بورډ له لورې د دغه هېواد ملي لوبډلې ته د اسیا جام د اتلولۍ تر لاسه کولو وروسته دغه لوبډلې ته د ۲۱۰ میلیونه هندي کلدارو نغدي جایزې د ورکړې اعلان وکړ.

دغه پای لوبه چې تېره شپه ترسره شوه، تر دیره کچه یې سیاسي بڼه غوره کړې وه.

پاکستاني لوبغاړو د دغه سیالیو میچ فیس د هند سره جګړه کې د وژل شویو پاکستاني وګړو کورنیو ته ډالۍ کړ، خو د هند کپتان بیا خپل میچ فیس د پاکستان سره جګړه کې ښکیل پوځیانو ته اعلان کړ.

د هندوستان کرکټ بورډ مشر دیواجیت سایکیا ویلي، د آسیا کپ ټرافي په اړه موضوع به په آی سي سي کې بحث کړي.

ټاکل شوې چې دغه غونډه د نومبر په لومړۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

دیواجیت سایکیا وویل چې هندي بورډ له لومړۍ ورځې د دولت پالیسۍ پلي کولو ته ژمنه ده، آسیا کپ یو څو اړخیز ټورنمنټ دی، موږ له پاکستان سره دوه اړخیزې لوبې نه کوو. 

د هندي کرکټ بورډ سکرتر د پاکستان پر وړاندې د ۶-۰ ماتې خیالي بللې او ویلي یې دي چې د ۳-۰ پایله د هرچا په وړاندې ده چې د هند په ګټه وه، د تلک عملیاتو وروسته په فاینل کې څه چې وشول، ښه نه وو. 

دیواجیت سایکیا وویل چې د پاکستان لوبډلې ته د ماتې ورکولو پر سر هندي لوبډلې باندې ویاړو، موږ پرېکړه کړې چې د اې سي سي مشر محسن نقوي څخه ټرافي او مډالونه وانخلو، محسن نقوي د پاکستان د دولت مرکزي مشر دی، هغه ټرافي او مډالونه له ځان سره یووړل، موږ هیله لرو چې ډېر ژر به ټرافي او مډالونه هند ته بېرته ورکړل شي. 

د هندي کرکټ بورډ سکرتر وویل: پاکستان ته په لوبغالي کې د ماتې ورکولو له امله به هندي لوبغاړو ته ۲۱۰ میلیونه هندي کلدارې ورکړل شي.