خبرونهنړۍ

جرمني کې د سرکس نندارې پر مهال هسپانوۍ لوبغاړي د غورځېدو پېښه کې مړه شوه

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د جرمني په باوټزن ښار کې د یوه سرکس شو پر مهال ۲۷ کلنه هسپانوۍ لوبغاړې مرینا د غورځېدو پېښه کې مړه شوه.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې هغې د پاؤل بُش سرکس په شو کې یوازې د سل نندارچیانو په وړاندې خپل هنر وړاندې کاوه، چې د ۱۶ فوټه لوړ ځای څخه په غورځېدو یې هملته ساه ورکړه.

د جرمني رسنیو په وینا، د سرکس کارکوونکو د دې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی باور نه شي کولی چې دا ډول پېښه څنګه رامنځته شوه. 

پولیسو تائید کړه چې مرینې د خوندیتوب رسۍ نه وه کارولې، خو چارواکو ویلي چې د رسۍ نه کارولو پرېکړه خپله د سرکس ننداره وړاندې کوونکی کوي.

د جرمني د سرکس ټولنې مشر رالف هوپرټز شک ښودلی، چې ممکن مرینا ته ناڅاپه سر ګرځېدلی وي ځکه چې د یوې روزل شوې فنکارې لپاره له دې لوړوالي څخه غورځېدل او مړه کېدل غیر معمولي خبره ده. 

مرینا د هسپانیې د مالورکا له سیمې وه او له یوې لسیزې څخه زیات وخت یې په دې فن کې کار کړی و.