افغانستانخبرونه

افغانستان کې د تېرې ورځې راهیسې انټرنیټ او ټلیفوني خدمتونه بند دي

کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په افغانستان کې د طالبانو له لورې د تېرې ورځې ۵ بجو راهیسې په ټول افغانستان کې د فایبر نوري انټرنیټ او تلیفوني خدمتونه پرې شوي دي.

د انټرنېټ د يوې څار ادارې (نېټبلاکس) له مخې اوس مهال نژدې ټول افغانستان له بشپړ مخابراتي بندیز سره مخ دی.

دغه بنسټ ويلي، “په ټول افغانستان کې د مخابراتي شبکو پراخ بنديز په بشپړ ډول عملی شوی او اوسمهال د انټرنېټ لاسرسی نژدې په ټول هېواد کې پرې شوی دی.”

فرانسې خبري اژانس ویلي، په پلازمېنه کابل کې د موبايل په ګډون یې له خپل دفتر سره اړیکه پرې شوه ده.

 د موبايل انټرنېټ او سټلايټ ټلویزيونونه هم په ټول افغانستان کې اغېزمن شوي.

پر ټولنيزو رسنیو ګڼ شمېر خلک وايي چې په افغانستان کې یې له خپلو کورنيو سره اړیکه پرې شوې ده.

له ۲۰۲۱ کال راهيسې چې طالبانو بيا ځلې واک ترلاسه کړی، په بېلابېلو سیمو  کې  یې ګڼ شمېر محدوديتونه وضع کړي دي.

راپورونه وايي، له کابل نړيوال هوايي ډګره الوتنې هم اغېزمنې شوې دي.

 ناتائيد شوې راپورونه وايي، د کام اېر هوايي شرکت او اريانا الوتنې د انټرنېټ پرې کېدو له کبله لغوه شوې دي.

د انټرنېټ د څار ادارې مډسټن سوشل پر ټولنیزه رسنۍ يوه پوست کې لیکي، “اوس مهال افغانستان د بشپړ انټرنېټ له بنديز سره مخ دی، ځکه د طالبانو چارواکي د اخلاقي تدابيرو د پلي کولو هڅه کوي، ګڼ شمېر شبکې يو پر بل پسې بندې شوې او اوسمهال د ټليفون خدمتونه هم اغېزمن شوي دي.”

له تېرو دوو اوونيو راهيسې د طالبانو حکومت په څو ولايتونو کې يو پر بل پسې د نوري فايبر له لارې پر انټرنېټ بنديز لګولی چې وروستی بندیز یې د دوشنبې په ورځ په کابل ښار کې و.

طالب چارواکو وړاندې ويلي وو چې دا ګام “د منکراتو د مخنیوي” په موخه اخیستل شوی او د اړتیا لپاره به په هېواد کې دننه “بدیله لار ورته جوړېږي.”

فايبر اپټېک يا نوري فايبر کېبلونه په خورا چټکۍ سره ډېټا لېږدوي چې د نړۍ د انټرنېټ يوه لويه برخه پرې چلېږي.