خبرونهسينمانړۍ

ټرمپ: د بهرنیو فلمونو پر ضد ۱۰۰ سلنه تعرفه لګول کیږي

کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې پر بهرنیو فلمونو به ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګول شي. ټرمپ په مې میاشت کې هم په دې په اړه خبرداری ورکړی و، خو هغه وخت یې عملي کولو څخه ډډه کړې وه. 

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې پیغام کې ټرمپ ویلي چې هغه به پر ټولو هغو فلمونو مالیه ولګوي کوم چې د امریکا څخه بهر جوړیږي. 

ټرمپ وویل، د فلمونو سوداګري نورو هېوادونو له امریکا څخه داسې غلا کړې لکه ماشومانو څخه ټافي غلا کیږي. 

تر دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بېلا بېلو برخو کې تعرفي لګولي دي او ویلي، چې له امله یې د دغه هېواد اقتصادي وضعیت د پام وړ ښه شوی دی.