
کابل ټیلیګراف د تلې ۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
نړیوالې رسنۍ راپور ورکوي چې د متحده ایالاتو په سنا کې د اضطراري بودیجې پلان رد کېدو وروسته، د دې هېواد د ډیری برخو فعالیت ځنډیدلی.
د اکتوبر لومړۍ نیټه، د رېټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې دا له ۱۹۸۱ راهیسې پنځه ویشتمه ځل دی چې د متحده ایالاتو حکومت بندېږي.
راپور وایي چې دا بندېدنه د سپټمبر میاشتې د مهم اشتغال راپور خپرولو ځنډ، د هوايي سفرونو سرعت کمېدل، د ساینسي څېړنو ځنډیدو او د پوځي ځواکونو معاشونو قطع کېدلو باندې اغیزې لري.
د راپور له مخې، دا اقدام د ۷۵۰ زره فدرالي کارکوونکو بې کارۍ او د دې بندېدنې ورځنۍ لګښت شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالر ښکارندويي کېږي.










