پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه له تېرې شپې راهیسې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د سلګونه باروړونکو لاریو پر مخ تړل شوې ده.
د تورخم دروازه يوځل بیا تړل کېدو سلګونه افغان سوداګر او د مېوو او سبزیجاتو لېږدونکي اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، دغه لاره د پنجشنبې په شپه له ۱۲ بجو وروسته د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې چې له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي.
د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ ټاد يو لنډمهالى سند دى چې د افغانستان او پاکستان د ګډې هوکړې پر بنسټ باروړونکو موټر چلوونکو ته ورکړل شوى او د پاسپورټ او ويزې پر ځاى کارول کېږي د اعتبار موده يې د لومړي ځل لپاره شپږ مياشتې ښودل شوې چې نوي کېدو ته اړتیا لري.
په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د دغو موټرو د درېدو او د تورخم دروازې د تړل کېدو لامل د صادراتي او وارداتي وسایطو د موقتي قرارداد (ټاد) پای ته رسېدل بولي.
د هغه هوکړې پر بنسټ چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د پاکستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د پلاوي تر منځ د مارچ له ۲۵مې تر ۲۷مې نېټې پورې شوى، هېڅ موټر چلوونکی نه شي کولای د ټاد سند پرته پر تورخم واوړي.