د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په روانې میاشت کې به د شپږیزې لیګ سیالۍ نهم پړاو پیلوي، چې پنځه لوبډلې به په کې برخه اخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي چې دا لوبې به د اګست په ۱۲ نېټه پیل کېږي او په ۲۵ نېټه به پای ته رسېږي، چې د سپین غر پړانګان، مس عینک اتلان، بند امیر ښاماران، بست ساتونکي او امو نهنګان په کې له یو بل سره لوبېږي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، دا د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ دي چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو تر څنګ، د داخلي سیالیو یو شمېر لوبغاړي هم په کې لوبېږي.
د بورډ اعلامیه وايي د دغو سیالیو هدف دا دی چې غوره استعدادونه په ګوته او ملي لوبډلې ته وپېژندل شي.
په اعلامیې کې د بورډ د اجرايي مشر نصیب خان له خولې ویل شوي: «شپږیزه کرکټ لیګ هغه لیګ دی چې له همدې لارې ستر استعدادونه د افغان کرکټ او نړۍ کرکټ ته وړاندې شوي دي او ټول ویاړ پرې کوي، د شپږیزې کرکټ لیګ له ترسراوي زموږ موخه هم همدا ده چې له لارې یې پیاوړي او پټ استعدادونه رابرسېره کړو او دغه لوبې به د راتلونکو نړیوالو لوبو لپاره هم یو ښه چمتووالی وي.»
کرکټ بورډ وايي چې د شپږیزې لیګ سیالۍ به په افغانستان کې د ننه په تلویزون باندې کې هم په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.
د شپږیزه لیګ لومړۍ پړاو سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې وشوې، په پام کې وه چې دا سیالۍ هرکال وشي، خو د بورډ د چارواکو په وینا د ځینو ستونزو له کبله یې څو پړاوونه ونه شول.