
د اسراییلو او لبنان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته امریکا په لبنان کې خپلو وګړو ته له دغه هېواد څخه د وتلو امر کړی دی.
په بېروت کې د امریکا سفارت پر مېشتو امریکايي وګړو غږ کړی چې د خپل ځان امنیت ته پاملرنه وکړي او دغه راز یې ورته امر کړی چې ژر تر ژره دغه هېواد ترک کړي.
تر دې وړاندې برتانیا، جرمني، فرانسې او څو نورو هېوادونو هم خپلو وګړو ته له لبنان څخه د وتلو امر کړی و.
دا تاوتریخوالی څو ورځې وړاندې په اسرایلو د لبنان د حزب الله غورځنګ د بریدونو وروسته ډېر شوی او په سیمه کې د لبنان او اسرایلو ترمنځ جګړې د رامنځته کېدو وېره خپره شوې ده.