د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې د افغانستان په افغانستان کې د مې میاشتې په سېلابونو کې لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن شوي دي.
دغه څرګندونې د اوچا په یوه تازه خپاره شوي راپور کې شوي دي.
سرچېنې لیکلي چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
د راپور په حواله، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري او د دغه هېواد ۴۸ سلنه وګړي د بېوزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي.
اوچا زیاته کړې چې په دا ډول ناوړه شرایطو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوال شړل بیا په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب ډېر کړی دی.
په هېواد کې د وروستیو میاشتو په طبیعي پېښو کې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.