افغانستانخبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان د بشري حقونو د نقض په اړه اندېښنه ښودلې

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي د اسلامي همکاریو د سازمان د وزیرانو د شورا د پنځوسمې غونډې په لومړنۍ ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه او پر افغان ښځو د وضع شویو محدودیتونو په اړه خبرې کړي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان سازمان سرمنشي  حسین ابراهیم طه د یک‌شنبې په ورځ په دغه غونډه کې د افغان حکومت له لوري پر ښځو د وضع شویو محدودیتونو له امله نیوکه کړې ده.

په وروستي مورد کې د افغانستان لپاره د او آی سي ځانګړي استازي طارق علي بخیت د روان کال په اپریل میاشت کې د او آی سي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ، چې د طالبانو له چارواکو سره یې وکتل او په افغانستان کې یې د ښځو د اساسي حقونو د تامین پر اړتیا ټینګار وکړ.

د اسلامي همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو هم په يوه ګډه پرېکړه ليک کې له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو د ټولو حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د کار او تعلیم حقوق خوندي کړي.