افغانستانخبرونه

د افغانستان په سرحدي سېمو کې د مېشتو خلکو د ستونزو حل لپاره هڅې پیل شوي

د طالبانو مرستیال ویاند وایی، د د دغې ډلې د مشر د هدایت له مخې، د په سرحدي ولایتونو کې د سرحدي سيمو اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره کمېټې جوړېږي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت لیکلي چې دغه کمېټې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په مشرۍ او د سرحدي ولايتونو د مرستيالانو، اړوندو ولايتي ریيسانو، د سرحدي ولسوالیو ولسوالانو او په سرحدي ولسوالیو کې د دفاع وزارت استازو په ګډون، ډيورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه او نورو سرحدي سيمو د اوسېدونکو د ستونزو حل لپاره په ټولو سرحدي ولایتونو کې کمېټې جوړېږي .

هغه لیکلي، دغه کمېټې به د يادو سيمو اوسېدونکو د لومړنیو خدماتو، د ديني او عصري زده‌کړو، روغتيا، مخابراتو، سړکونو او څښاک اوبو ته د لاسرسي برخو کې اړتیاوې تشخیص او تثبیت کوي او عملا به د یادو سیمو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

سرچینه زیاتوي، په حکم کې ماليې وزارت ته سپارښتنه شوې چې د دغو کمېټو لپاره د اړتيا وړ بودجې په برابرولو کې ګامونه واخلي.

فطرت وایي، په دغه اقدام سره به د افغانستان د ټولو سرحدي سیمو خلکو ستونزو ته تر ممکنه حده رسېدنه وشي او د هغوی اړتیاوې به پوره کړل شي.