د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد په دغه هیواد کې له سختو مظاهرو وروسته استعفا کړې او له هیواده وتلې ده.
په بنګله دېش کې له څو ورځو راهیسي مظاهرې روانې وې چې زرګونه کسانو پکې ګډون درلود او په ورستیو کې په تاوتریخوالي واوښتې چې تېره ورځ شاوخوا سل کسان پکې ووژل شول.
راپورونه وایي چې شیخ حسینه د یوې چورلکې په واسطه له هیواده وتلې او د هند اګرتالا ایالت ته یې پناه وړې.