د فاکس نیوز په نوم يوې امریکايي رسنۍ د دغه هېواد د يو پخواني پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره د جګړې پرمهال له مصنوعي ځيرکتيا کار اخېستی دی.
د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، ډګروال توماس اسپاهر چې د امریکا د اردو د جګړه ييز پوهنتون استاد دی او پخوا د پوځ لوړپوړی چارواکی و، وايي، متحده ایالتونو او ملاتړو يې په ۲۰۱۹ کې وروسته له هغې چې په افغانستان کې يې د خپلو پوځيانو شمېر راکم کړ، د جګړې د مخته وړلو لپاره يې له مصنوعي ځيرکتيا څخه د وسله والو پر ضد جګړه، د دوی د پيدا کولو او نورو عملیاتو کې ګټه اخېستې ده.
هغه ويلي: «جګړې د زیانونو ترڅنګ ګټې هم لري چې يوه يې هم اختراع ده، لکه څنګه چې په لومړۍ نړۍواله جګړه کې د زغروالو ټانکونو رامنځته کېدل دي همداسې د افغانستان په جګړه کې امریکا مجبوره شوه چې د جګړې د ښه مخته تګ لپاره اختراع وکړي او له مصنوعي ځيرکتيا کار واخلي.»
د يادولوړ ده چې اوسمهال له دغې ټکنالوچۍ څخه د اوکراين او منځني ختيځ په جګړو کې هم ګټه پورته کېږي.