خبرونهسیمهنړۍ

د بنګله دېش مظاهره کوونکي: پوځي حکومت نه منو

وروسته له هغې چې د بنګله دېش لومړۍ وزیره شیخ حسینه په دغه هېواد کې د پرلپسې قهرجنو او مرګوني لاریونونو وروسته د حکومت او هېواد پرېښودو ته اړ شوه او د هېواد اداره د پوځ لاسته ولوېده، مظاهره کوونکو تازه ويلي چې پوځي حکومت ورته د منلو وړ نه دی.د بنګله دېش د زده کوونکو تحریک چې د دغو مظاهرو رهبري کوي وايي، مبارزه یې د پوځي حکومت لپاره نه ده کړې.د دغه تحریک مشرې ناهید اسلام ويلي، نه ورته پوځي حکومت منظور دی او نه هم د پوځ په ملاتړ جوړېدونکی حکومت مني.هغې ویلي که انتقالي حکومت رامنځته کېږي طرحه به د دوی لخوا وړاندې کېږي.دې زیاته کړې چې په راتلونکو څلرویشت ساعتونو کې به انتقالي حکومت رامنځته شي.دا په دلسې حال کې ده چې پرون د پوځ مشر ويلي و چې په ټول هېواد کې د حکومت واګې د دوی په لاس کې دي او ډېر ژر به انتقالي حکومت رامنځته کړي.