خبرونهنړۍ

امریکا په منځني ختیځ کې د تشدد کموالي غوښتنه کړې

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې هیواد یې شپه او ورځ کار کوي چې په منځني ختیځ کې د کړکیچ ډیروالي مخه ونیسي او د تشدد د کموالي غوښتنه یې کړې ده.

پداسې حال کې چې ایران په تهران کې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته د غچ اخیستو لپاره تیاری نیسي، د متحده ایالاتو دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات وویل چې د کړکیچ ډیروالی یوازې د ” ډیرې شخړې، ډیر تشدد او ډیرې نا امنۍ” سبب کیږي.

بلینکن چې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، ” مونږ په جدي دیپلوماسۍ کې اخته یو، تقریقاً شپه او ورځ او یو ساده پیغام لرو. ټولې خواوې باید د کړکیچ ډیروالي څخه ډډه وکړي”.

متحده ایالاتو همدارنګه په سیمې کې د نورو هیوادونو څخه غوښتي چې د دیپلوماتیکي تعامل له لارې ایران ته دا پیغام ورسوي چې د کړکیچ ډیروالی د هیچا په ګټه ندي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر د دوشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر د یو شمیر هیوادونو سره د ټیلیفون د لارې په تماس کې دی چې کړکیچ آرام کړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې واشنګټن د ټولو امکاناتو لپاره تیاری نیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د قطر د صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثانی او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي سره په منځني ختیځ کې د کړکیچ په هکله خبرې وکړلې.