خبرونهنړۍ

پر ټرمپ د بیاځلي برید په اړه د امریکا د پټ سروېس ادارې اندېښنه

یو امریکایي سناتور د متحده ایالتونو د پټ سرویس هغه اندېښنه رسوا کړې چې پر ډونالنډ ټرمپ د بیاځلي برید په اړه یې لري.

د امریکا په سنا مجلس کې د میسوري ایالت استازي جاش هالي ويلي، د امریکا متحده ایالتونو د پټ سرویس (The United States Secret Service) اداره اندېښنه لري چې د دغه هېواد د روانو ولسمشریزو ټاکنو په مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ بیا مرګونی برید کېږي.

هغه په یاده اداره کې د خپلو سرچینو له قوله ویلي: «هغوی وېره لري چې ټرمپ باندې بیا برید کېږي، هغه به ووژل شي چې دا به د امریکا لپاره ډېره ګواښوونکې وي.»

د یادولو وړ ده چې په پخواني ولسمشر او د امریکا د متحده ایالتونو د اوسنیو ټاکنو پر مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ باندې د جولاي په ۱۳مه د هغه په يوه ټاکنیزه غونډه کې برید شوی و چې پرمهال یې هغه د غوږ په برخه کې ټپي شوی و.