خبرونهنړۍ

پر غزه د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو دوام، ۴۰ نور فلسطینیان هم ووژل شول

اسرائيلي ځواکو پر غزه باندې د بریدونو پر دوام تازه په تېرو څلرویشت ساعتونو کې ۴۰ نور فلسطیني وګړي وژلي دي.

د رپوټونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د ملکي وګړو یو پټنځای په نښه کړی چې پرمهال یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي.

دغه راز اسرائیلي ځواکونو په لویديځه څنډه کې هم عملیات تر سره کړي او ۵ کسان یې حماس سره د اړیکو په تور نيولي دي.

بلخوا فلسطیني ځواکونو د لبنان په جنوب کې هم پر ملکي وګړو بمبار کړی چې دوه کسان په کې وژل شوي دي.