خبرونهسیمهنړۍ

یحیی سنوار د اسماعیل هنیه ځایناستی وټاکل شو

د فلسطین د حماس غورځنګ له لوري یحیی سنوار د اسماعيل هنیه پرځای د دغې ډلې د سیاسي برخې د مشر په توګه وټاکل شو.

د حماس اسلامي غورځنګ په يو بیان کې ویلي: «د شهید اسماعیل هنیه پرځای يحیی السنوار چې اوسمهال په غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر  مشر دی، د حماس غورځنګ د نوي سياسي مشر په توګه وټاکل شو.»

اسماعيل هنیه د زمري میاشتې په ۱۰مه د اسرائيلي استخباراتو لخوا په تهران کې ووژل شو.

یحیی السنوار څوک دی؟

یحیی السنوار په کال ۱۹۶۲ میلادي کې د خان يونس په پنډغالي کې پيدا شوی، د غزې په اسلامي پوهنتون کې يې د لېسانس تر کچې زده کړې کړي او وروسته د يو مبارز ځوان په توګه له حماس غورځنګ سره يوځای شو.

نوموړي پلان در لود چې په فلسطین کې نظامي تشکيلات رامنځته کړي چې بیا وروسته د (فلسطین مجاهدین) په نوم يې شهرت پيدا کړ.

هغه د خپل ژوند په مبارز ه کې څلور ځلې بندي او په عمري قید محکوم شوی دی، هغه د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو د غزې په جګړه کې مهم رول درلود او په ۲۰۱۷ کې په غزه کې د حماس غورځنګ د سياسي مشر په توګه ټاکل شوی دی.