خبرونهنړۍ

غزه کې د اوربند په اړه بایډن او د قطر امیر ټلیفوني خبرې کړي

د امریکا ولسمشر جوبايډن او د قطر امیر شیخ تمیم په منځني ختيځ کې د احتمالي کړکېچ د رامنځته کېدو د مخنیوي او په غزه کې د اوربند په ټراو ټلیفوني خبرې کړې دي.

د رپوټونو له مخې په دغو دوه اړخیزو خبرو کې د منځني ختيځ د وروستیو تحولاتو، په غزه او نورو اشغالي سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو او عملیاتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې شوې دي.

باوري سرچینو عربي رسنیو ته ویلي چې د دغو خبرو لویه موخه په غزې تړانګه کې د اوربند په اړه د دوحې او واشنګټن هڅه ده.