خبرونهسیمهنړۍ

يو پاکستانی وګړی پر ټرمپ او نورو سياستوالو د احتمالي برید په تور نیول شوی

د امریکا یوې محکمې یو پاکستانی وګړی د ډونالډ ټرمپ او نورو سیاستوالو د وژلو د احتمالي دسیسې په تور محاکمه کړ.

د امریکايي رسنۍ  ABC د راپور پر بنسټ، اصف مرچنټ باندې تور دی چې په اګسټ يا سپټمبر کې يې په نيویارک کې يو اجورتي قاتل سره په ګډه يې د برید پلان درلود.

د راپور پر بنسټ د امریکا د تحقيقاتو فدرالي ادارې ويلي، پاکستاني اصف مرچنټ له ایراني حکومت سره نږدې اړيکې درلودې او د برید لپاره يې په زیاته اندازه پیسې تر لاسه کړې دي.

د امریکا يوې محکمې ته اصف مرچنټ ويلي چې د پاکستان د کراچۍ اوسېدونکی دی، د پاکستان تر څنګ يې ایران کې هم يوه ښځه کړې ده. هغه په ځلونو ایران، سوریې او عراق ته سفرونه کړي دي.

نوموړی د جولاي په ۱۲مه له امریکا څخه د وتلو پرمهال نيول شوی دی.

خو پوليسو ويلي چې اصف مرچنټ په پنسلوانیا کې پر ډونالډ ټرمپ شوي برید کې لاس نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې پرون يو امریکايي سناتور پر ټرمپ د يو بل برید د احتمال راپور ورکړی و.