سلګونه اوکرایني پوځيانو د ځمکې او هوا له لارې د روسیې د کورسک ایالت له لارې په دغه هېواد حجوم وروړی دی.
که څه هم تر اوسه اوکرايني ځواکونو کوم پرمختګ نه دی کړی، خو دا په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل څخه تر اوسه لومړی ځل دی چې اوکرايني ځواکونه پر روسیې د برید هڅه کوي.
د روسیې د دفاع وزارت په يو بیان کې ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې ۲۶۰ اوکرايني عسکر وژلي دي او دغه راز په دغه جګړه کې د ماشومانو په ګډون د کورسک ایالت ۲۴ اوسېدونکي ټپيان شوي دي.
د دغه بیان له مخې، په محلي وخت د سه شنبې په ورځ (پرون) شاوخوا ۳۰۰ اوکرايني سرتېرو د ۱۱ ټانکونو او ۲۰ زرهي موټرونو په مرسته د روسیې سره په ګډه پوله په کورسک سیمه باندې برید وکړ.