مقالې

عمران خان: له بنګله دېش وروسته په پاکستان کې لویه پېښه کیدای شي

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، لیدل کېږي چې تر بنګله دېش وروسته په پاکستان کې هم لویې پېښې وشي.

عمران خان په اډیاله زندان کې خبریالانو ته ویلي چې په پاکستان کې هم بنګله دېش ته ورته په بډو ککړ خلک په چارو حاکم دي او لرې نده چې دغه حاکمان هم د شېخ حسینه واجد په څېر تېښتې ته اړ شي.

هغه د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: څنګه کیدای شي چې په دې ملک کې یواځې د پوځ (آي ایس پي آر) عزت وي او نور دهیجا عزت نه وي؟

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شېخ حسینه واجد له خونړیو ولسي مظاهرو وروسته د اګست په ۵مه استعفا وکړه او له هېواده ووته.

هغه د شېخ مجیب الرحمن لور وه چې په ۱۹۷۱ کال کې یې د پاکستان خلاف د آزادۍ مبارزې مشري کوله او بنګله دېش یې له پاکستان څخه بېل کړ، خو د بنګله دېش خلک په دې باور دي چې د شېخ مجیب الرحمن ګوند چې حسینه واجد یې رهبري کوله هېواد ددکتاتورۍ لور ته روان کړی و او په دولتي نظام کې یې د خپل ګوند غړو ته د ځانګړو امتیازونو په ورکولو سره یو ګوندي او مستبد نظام ته لاره هواروله.

د عمران خان له ورستیو څرګندونو داسي ښکاري چې په پاکستان کې هم بنګله دېش ته ورته مافیا حاکمه ده او د پاکستان پوځ د ولس د ارادې او قانون پابند نه کوي. هغه دغه راز وویل، په ۹مې له موږ سره ظلم وشو، زموږ د ګوند ۹ زره کسان زندانونو ته واچول شول، او دغه راز په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم کړای شوو.

د چارو شننونکي وایي چې پاکستان له لومړۍ ورځې بیا تر ننه د پوځ لخوا اداره کېږي او ولسواکي په دې هېواد کې هسي یوه سمبولیکه پروسه ده.

په دې ورستیو کې د پښتونخوا او بلوچستان په ګڼو سیمو کې احتجاجونه روان دي او محکوم قومونه خپل حقوق او ازادي غواړي، چې ګڼ شمېر دغه ولسي اجتجاج کونکي د پاکستاني ریاست لخوا زندانونو ته اچول شوي.

په پاکستان کې مېشت ګڼ قامپاله سیاستوال له مودو راهیسي په دې نظر دي چې د ولس عمومي بغاوت کولی شي د پاکستاني پوځ بې قیده حاکمیت ته د پای ټکی کېږدي، خو دا لومړی ځل دی چې پخوانی لومړی وزیر او د یو ستر سیاسي ګوند مشر داسي څرګندونې کوي او دا کیدای شي په پاکستان کې هغه څه ته لاره هواره کړي چې تازه په بنګله دېش کې پېښ شول. په بنګله دېش کې هم پاکستان ته ورته د ټولو دیکتاتورانه کړنو تر شا د پوځ لاس و، خو تر ولسي بغاوت وروسته داسي ښکاري چې پوځ خپله پالیسي بدله کړې او د احتجاج کونکو غوښتنو ته یې غاړه ایښې.