افغانستانخبرونه

“په افغانستان کې تر لويانو ډېر ماشوم د اقلیم بدلون ګواښ سره مخ دي”

د ماشوم ساتنې نړۍواله ادارې (سېف دې چلډرن) په يو راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د لویانو په پرتله ماشومان د وچکالۍ او اقليمي بدلون له زیات ګواښ سره مخ دي. 

یادې ادارې په دغه راپور کې ويلي، په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۳۸ زره کسان بې ځایه شوي، چې نیمايي یې ماشومان دي.

راپور کې وچکالي، د تودوخې زیاتوالی، سېلابونو راوتل، ځمکې ښویېدنې، واورو ښویېدنې او توپانونه د بشري وضعیت د بحراني کېدو او د خلکو بې ځایه کېدو لاملونه په ګوته کړې دي.

د ماشومان د ساتنې نړيوالې ادارې دغه راز افغانستان د اقليمي بدلون ناوړه پايلو له امله شپږم زیانمن هېواد ياد کړی دی.

په راپور کې د دغې ادارې د افغانستان برخې مسوول له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې د لویانو پرتله ماشومان د وچکالۍ او اقليمي بدلون له زیات ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د ماشومانو ساتنې نړيوالې ادارې استازی  ارشد ملک وايي: « د ۶۰ کلنو کسانو په پرتله په افغانستان کې ماشومان د خپل ژوند په اوږدو کې د وچکالۍ له ګواښ سره ۵.۳ برابره زیات مخامخ دي.»

د کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت بیا په ټول هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر ۳۰۸ زره او ۲۹۹ کسان یادوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *