د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په ۱۴۰۳ لمريز کال کې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵ اعشاریه ۷ ميليونه اټکل شوی دی چې له ډلې يې ۱۷ اعشاريه ۵ ښځينه او نور نارينه دي.
د دغې ادارې چارواکو چې پرون يې په کابل کې يو رسنيز کنفرانس ته د خپلو تېرو يو کلنو فعالیتونو په تړاو معلومات ورکول دا څرګندونې وکړې.
د دغې خبري غونډې پرمهال د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د احصایې برخې مرستیال عصمتالله حکیمي وویل چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هر کال د افغانستان د نفوسو اټکل کوي چې په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان نفوس۳۵ اعشاره ۷ میلیونه تنه اټکل شوی دی.
دی زیاتوي د دغو کسانو له ډلې ۱۸ اعشاریه ۲ میلیونه نارینه او ۱۷ اعشاره ۵ میلیونه ښځينه دي.
دی دغه راز وايي، اټکل پر بنسټ ۹ اعشاریه ۲ میلیونه تنه په ښارونو، ۲۵ میلیونه په کلیو او ۱ اعشاریه ۵ میلیونه د کوچیانو په بڼه ژوند کوي.