مقالې

د پاکستان لوی درستیز، څوک چې شریعت او قانون نه مني پاکستانی ندی، خو کوم شریعت؟

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال آصف منیر نن پنجشنبه د اګست ۸مه په اسلام اباد کې د علماوو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هغه څوک چې شریعت او قانون (آئین) نه مني موږ یې پاکستانی نه ګڼو.

په سوشل میډیا کې تاوتریخوالي ته لمن وهل کېږي، موږ خلکو ته وایو چې که مظاهرې او احتجاج کوئ په سوله ییزه توګه یې وکړئ.

منیر دغه راز ویلي، موږ ۴۰ کاله د افغانانو مېلمه پالنه وکړه او اوس موږ غواړو دوی وپوهوو چې د خوارجو د فتنې په خاطر د خپل ورور، مسلمان او همسایه هیواد مخالفت ونکړي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمد شریف د اګست په ۵مه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، ټولو ادارو ته یې امر کړی څو له دې وروسته پاکستاني طالبانو ته د خوارجو فتنه «فتنة الخوارج» نوم وکاروي.

سوال دادی چې جنرال آصف منیر د کوم شریعت خبره کوي؟ دی هم مهاله د پاکستان د آئین او شریعت منلو خبره کوي په داسي حال کې چې د پاکستان آئین د برتانوي استعمار له مهاله پاته قانون دی چې له شریعت سره اړخ نه لګوي او اسلامپالي تل دا خبره کوي چې پاکستان یو سیکولر ریاست دی چې قوانین او محاکم یې غیر اسلامي دي.

د پاکستان پوځ او سیاستوال تل دا خبره کوي چې پاکستان د یو مسلمان هیواد په توګه منځته راغلی دی او په دې هیواد کې جهاد شرعي صبغه نلري.

خو د پاکستاني طالبانو په شمول نورې اسلامپاله ډلې باور لري چې پاکستان یو اسلامي ملک دی خو اسلامي ریاست ندی، دوی وايي په پاکستان کې لاهم له انګرېزانو پاتي قانون یا آئین پلي کېږي چې له اسلامي ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې دی.

دوی دغه راز وایي چې په پاکستان کې یواځي د اسلامي نظام خبره کېږي، خو نور نه په محاکمو، نه په اقتصادي او ټولنیز نظام کې اسلامي احکامو ته پاملرنه کېږي.

په پاکستان کې د اخلاقي مسایلو په اړه تصویب شوي قوانین همیشه ناندریز و او د دیني علماوو له غبرګونونو سره مخ شوي له دې جملې څخه یو د نرښځیانو د جنسیت یا (ټرانسجنډر ایکټ) دی چې د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې ددې هیواد د سنا مجلس لخوا تصویب شوی و او سخت غبرګونونه یې پارولي و.

د پاکستان پوځ څلور لسیزي کېږي چې ددیني مدرسو جوړولو او تمویل له لارې په افغانستان، کشمیر او هند کې د نا ارامیو رامنځته کولو او خپلو اهدافو ترلاسه کولو په موخه تندلاري روزي او د جهاد تر نامه لاندي یې د نیابتي جګړو لپاره کاروي، خو د پاکستان پوځ تل دا تورونه ردوي.

د پاکستان پخواني پوځي واکمن او د پوځ لوی درستیز جنرال پروېز مشرف د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۳مه له بی بی سی سره په مرکه کې منلې وه چې ددې هیواد پخواني پوځي واکمن جنرال ضیاءالحق په پاکستان کې مذهبي تندلاري ته لمن ووهله.

هغه په ورته وخت کې د جنرال ضیاءالحق ددې کار تائید کوي چې مجاهدین او تندلاري یې د امریکا او غربي هیوادونو په ملاتړ په افغانستان کې د شوروي اتحاد خلاف جګړې ته وروزل او اکمال یې کړل.

مشرف دغه راز د ۲۰۱۵ کال په فبروري میاشت کې ومنله چې د پاکستان څارګره اداره (آی ایس آی) له ۲۰۰۲ کال راهیسي په افغانستان کې د حامد کرزي ادارې د کمزوري کولو په موخه د افغان طالبانو روزنه او ملاتړ کوي.

څېړونکي په دې باور دي چې د پاکستان څارګرې ادارې په دې هیواد کې د لسګونه زرو مدرسو له لاري تندلاري روزل څو په افغانستان او سیمه کې خپل اهداف تر لاسه کړي او دغه راز ددې تندلارو له لاري د نیابتي جګړو پر مټ له نورې نړۍ خصوصا غرب څخه امتیازات واخلي، خو دوی په دې اړه فکر نکول چې دغه تندلاري به یوه ورځ په پاکستان کې هم د شرعي نظام خبره کوي.

په ۲۰۰۱ کال کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ په افغانستان کې د جمهوري نظام تر رامنځته کېدو وروسته پاکستان یوځل بیا په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو رامنځته کولو په موخه د تندروو ډلو تمویل او تجهیز ته مخه کړه. د افغان طالبانو ترڅنګ یې نورو تروریستي ډلو ته خوندي ځایونه برابر کړل.

د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل چې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري په ګډون ۱۳۹ په تروریستي کړنو تورن کسان او ډلې افغانستان ته نیږدې سیمو کې په پاکستان کې پټ دي.

پاکستاني طالبان یا (ټي ټي پي) هغه ډله ده چې د کارپوهانو په باور د پاکستان خفیه ادارو په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ او تر ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د ترهګرو لپاره د خوندي چاپیریال برابرولو په موخه رامنځته کړې وه.

د افغانستان جمهوري حکومت تل پر دې تآکید کاوه چې د ترهګرۍ جرړې، د روزنې او تمویل مرکزونه په پاکستان کې دي او له هغه ځایه د تروریستي بریدونو ترسره کولو لپاره افغانستان ته راځي.

د امریکا د وخت بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د ۲۰۱۷ کال په اګست کې کابل ته د خپل سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: پاکستان باید پر دې سترګې پټې نکړي چې ګڼ شمېر ترهګرې ډلې یې په خاوره فعالیت کوي او له اوږدې مودې راهیسي هلته خوندي ځایونه لري. دوی باید پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر وړاندي اقدام وکړي.

پاکستان په ښکاره دا خبره تل رد کړې چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، خو په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې یې په رسمي توګه دا ومنله چې پر افغان طالبانو نفوذ لري او ګڼ شمېر طالب مشران یې په پاکستاني پاسپورټونو له امریکا سره د مذاکراتو لپاره دوحې ته و استول.

پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ولي پر پاکستان مخ ور وګرځول:

که څه هم د نړۍ هیوادونو او افغان سیاستوالو په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې په اوږدو کې تل دا خبره کوله چې پاکستان د تروریستي ډلو په تمویل سره خپل ځان ته قبر وباسي او یوه ورځ به همدا تروریستي ډلې پاکستان ته ستر ګواښ پېښ کړي.

خو پاکستان تل دا اندېښنې بابیزه ګڼلې او د پروېز مشرف په ګډون ګڼو پاکستاني پوځیانو طالبان القاعده او نورې تروریستي ډلې خپل قهرمانان ګڼل، دوی په دې باور و چې دغه ډلې چې دوی یې تمویل او تجهیز کوي هیڅ کله به د پاکستان پر وړاندې بغاوت ونکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنګېدو او طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې نا امنیو زور واخیست او پاکستاني چارواکي یې پړه پر افغان طالبانو اچوي.

په دې ورستیو کې پاکستان د سختو نا امنیو شاهد دی، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې نیږدې هره ورځ پر پوځ او امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه کېږي.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان او سیمه کې ترهګرو ډلو ته دا روحیه پیدا شوې چې کولای شي د جګړې او زور له لارې واک تر لاسه کړي.

پاکستاني طالبان چې له افغان طالبانو سره د یوځای جګړې لویه تجربه لري او په افغان طالبانو کې له پراخ نفوذ څخه برخمن دي فکر کوي چې دوی هم کولای شي د پاکستان نظام وپرزوي او اسلامي نظام قائیم کړي.

پاکستاني طالبانو د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې د افغان طالبانو د امیرالمؤمنین ملا هیبت الله یو غږیز پیغام خپور کړ، په دې پیغام کې ملا هیبت الله ویلي و چې پاکستان کې واکمن قوانین غیر اسلامي او غیر شرعي دي.

هغه په دې غږیز پیغام کې دغه راز ویلي و چې په پاکستان کې د انګلیس قانون حاکم دی.

د هغه په وینا امریکا او نور غربي هیوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې هم سیکولر نظام حاکم شي.

د جنرال آصف منیر د وروستۍ وینا په څېر پاکستاني چارواکي تل په دې هیواد کې د ورستیو نا امنیو پړه په افغانستان کې پر واکمنو افغان طالبانو اچوي چې پاکستاني طالبانو ته یې امن ځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي، خو افغان طالبان تل دا تورونه ردوي او وایي چې پاکستان د خپلو امنیتي ادارو د ناکامۍ پټولو په خاطر داسي څرګندونې کوي.

د چارو شنونکی احساس ستانکزی وايي، تروریستي ډلې دوست نلري اواوس چې په افغانستان کې د جهاد توجه ختمه شوې دغه ډلې چې پاکستان یې کلونه تمویل او تجهیز کړی دی بېرته پر پاکستان مخ ور اړولی دی او ددې لپاره لویه توجه داده چې په پاکستان کې د انګلیس قانون حاکم دی، محاکم او قوانین یې غیر شرعي دي.