مقالې

د ایران او امریکا مذاکراتو اهمیت، ننګونې او احتمالي پایلې

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۲مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیمې خبرې د نوي پیل لپاره د یوې هیلې رڼا خپره کړه، خو د دغه مذاکراتو اهمیت، ننګونې او احتمالي پایلې به څه وي؟

د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات د ایران د اټومي پروګرام او د متحده ایالاتو له خوا پر ایران د لګول شویو بندیزونو پر محور راڅرخي.

د ۲۰۲۱ کال راهیسې، د عمان او نورو منځګړو هېوادونو په مرسته غیر مستقیمې خبرې روانې دي، خو د امریکا لخوا بې اعتمادي او متفاوتې غوښتنې په ځلونو د دغه خبرو اترو د پرمختګ مخه نیولې.

د ۲۰۲۵ کال په پیل کې، د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان او د متحده ایالاتو د نوې ادارې ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو هڅو د مذاکراتو لپاره نوې هیلې راپیدا کړې.

د اپریل ۱۲مه د مسقط مذاکرات د همدې هڅو یوه برخه وه، چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په منځګړیتوب ترسره شول.

پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایراني پلاوي مشري کوله، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سټیون ویټکوف د امریکایي پلاوي مشر و.

دا خبرې د ایران د اټومي پروګرام او پر ایران د لګول شویو غیر قانوني بندیزونو د لرې کولو په اړه متمرکزې وې.

دواړو خواوو د مذاکراتو له بشپړیدو وروسته دا مذاکرات “رغنده” وبلل او هوکړه وکړه چې دغه لړۍ به راتلونکې اوونۍ د اپریل په نولسمه دوام ومومي.

د معلوماتو له مخې؛ په دغه مذاکراتو کې ایران ټینګار کړی، چې د اټومي تړون (برجام) د بیا ژوندي کولو لپاره، دې متحده ایالات باید په دغه هېواد لومړی ټول بندیزونه لرې کړي او د تېرو ژمنو د عملي کولو تضمین ورکړي.

په دغه مذاکراتو کې د عمان رول د منځګړي په توګه مهم و، ځکه چې دا هېواد په تېرو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو بې پرې پلیټفارم برابروي.

دا مذاکرات له ځآن سره خنډونه او ننګونې هم لري، د تېرې ورځې مذاکرات که څه هم رغنده وبلل شول، خو لا هم له جدي ننګونو سره مخ دي، د ۲۰۱۸ کال وروسته، کله چې متحده ایالاتو له برجام څخه ووتل، ایران پر غربي هېوادونو، په تېره بیا امریکا، بې باوره دی.

ایران وايي چې د هرې نوې هوکړې لپاره باید عملي تضمینونه موجود وي.

که څه هم د تېرې ورځې مذاکراتو رغنده طبیعت یو مثبت ګام دی، خو د دې پایلې لا هم ناڅرګندې دي.

که دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسېږي، نو دا به په ایران د لګول شویو غیر قانوني بندیزونو په لرې کولو او اقتصادي وضعیت ښه والې کې مرسته وکړي، د تېلو نړیوال بازار به باثباته کړي، او په منځني ختیځ کې د تاو تریخوالي د کمولو لپاره به یوه نوې لار پرانیستل شي.

دغه راز د دغه د مذاکراتو پایلې به پر نورو لوبغاړو لکه اسراییل، سعودي عربستان، او حتی پر افغانستان او پاکستان اغېز وکړي، ځکه چې دا هېوادونه د منځني ختیځ د سیاسي او امنیتي بدلونونو سره نږدې تړلي دي.

د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۱۲مې مذاکرات د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره یو مهم، خو نازک ګام و.

 که څه هم دواړو خواوو دا خبرې رغنده وبللې، خو د بریالیتوب لپاره لا اوږده لار پاتې ده.

د بې اعتمادۍ فضا، داخلي سیاسي فشارونه، او سیمه ییزې ننګونې دا بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی. خو د عمان په څېر منځګړو هېوادونو رول او د دواړو خواوو د دیپلوماسۍ لپاره لیوالتیا دا هیله ژوندۍ ساتي چې شاید دا مذاکرات د سولې او ثبات لپاره یوه نوې لار پرانیزي.

راتلونکې اوونۍ به دا روښانه کړي چې ایا دا خبرې به د منځني ختیځ لپاره یو نوی فصل پیل کړي او که به د تېرو ناکامیو یوه بله بېلګه شي.