افغانستانخبرونه

په جوماعت سره د لمانځه کولو په اړه د طالبانو د مشر تازه فرمان

د طالبانو رهبر په تازه فرمان کې د وزارتونو د دعوت او ارشاد له ادارو غوښتي تر څو هر هغه حکومتي مسوول چې له عذر پرته په پرله پسې توګه د جماعت لمونځ پرېږدي، د حنفي فقهې سره سم تعزیري سزا ورکړي.

دغه تازه فرمان کې راغلي چې د حکومتي ادارو ټول کارکوونکي او مسوولین باید پنځه وخته لمنځونه پر خپل وخت او جوماعت سره ادا کړي.